د المسيره د راپور له مخې، عبدالملک بدرالدين الحوثي د يمن د بدلون او پرمختګ د حکومت د لومړي وزير احمد غالب الرهوي او ځينو وزيرانو د شهادت په مناسبت وويل: اسرائيلي دښمن تېره پنجشنبه د یمن د حکومتي کابینې غونډه په نښه کړه چې په نتيجه کې ئې يو شمېر وزيران او د حکومت کارکوونکي شهيدان شول. مونږ د شهيدانو کورنيو ته تسليت وايو. د اسرائيلي بريد شهيدان د يمن اتل شهيدان دي. دا شهيدان د ملکي چارو وزيران وو.
نوموړي زياته کړه: اسرائيلي دښمن پخپلو جنايتونو او وحشت سره حتی ماشومان، ښځې او بېګناه عام وګړي په نښه کوي. د يمن د حکومت د وزيرانو او کارکوونکو په نښه کولو جنايت په سيمې کې د اسرائیلو د وحشي رژیم د جنايتونو يوه بله برخه ده. اسرائيلي دښمن په فلسطين، لبنان، سورئې، عراق، ايران او د اسلامي امت د بچیانو په ضد جنايتونه کوي.
د انصارالله رهبر ټينګار وکړ: اسرائيلي دښمن يو جنايتکار دښمن دی چې پخپلو ټولو جنايتکارو کړنو سره، چې د هېڅ کنټرول، ژمنتيا، تړون يا ملاحظې ته پابند نه دي، خپل وحشيتوب، جنايت او تېري ثابت کوي. د صهيونيسټانو جنايت د يمنيانو د هوښيار او بصيرت لرونکي دريځ اهمیت، چې د اصولو، ارزښتونو او انساني او ديني اخلاقو پر بنسټ دی، تائيدوي او دا يو په بشپړه توګه مسئولانه دريځ دی.
نوموړي وويل: وحشي جنايتکار دښمن د ټول اسلامي نړۍ لپاره خطر دی. هغه څه چې اسرائيلي دښمن ئې هره ورځ په فلسطين او غزه کې ترسره کوي،بوږنونکي جنايتونه دي. زمونږ د ملت دا دريځ د ا...تعالی په لاره کې د جهاد او د هغه د رضا ترلاسه کولو په توګه او د يوه مهم ديني، انساني او اخلاقي مسئوليت په توګه غوره کړی دی. د عادلانه قضيې لپاره قرباني ورکول حتمي دي. د ا... په لاره کې لویه قرباني، که رسمي وي او که ولسي، زمونږ د هېواد پر موقعيت اغېز نه کوي او د کمزورۍ، سستۍ يا وروسته پاتې کېدو لامل نه کېږي.
د انصارا ... رهبر ټينګار وکړ: صهيونيسټي پلان د اسلامي امت د غلامۍ پلان دی او يمن به ئې تردباؤ لاندې رانشي . مونږ يوازې د ا....تعالی بندګان يو. صهيونيسټي پلان بې له شکه د اسلامي امت د غلامۍ طرحه ده او دا يو مسلم حقيقت دی.
https://iqna.ir/fa/news/4302691